اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان د كاروبار او سرمايه كارې د يو زړه راكښونكي منزل په توګه رامخې ته كېږي، غېر ملكي تجاران دې د هېواد د سرمايه كار دوسته كاروباري نظام څخه استفاده وكړي، پاكستان د هېواد په كاروباري ماحول كښې بهترې لپاره بېلا بېل ډول اصلاحات كړي . د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت دا خبرې د برونائي دارالسلام نامزد هائي كمشنر، د الجزائر او يونان سفيرانو او د موريطانيه او البانيه نامزد غېر مقيم سفيرانو سره په ايوان صدر كښې په خپلو خبرو كښې وكړې كومو چې صدر مملكت سره د زيارت په ورځ جلا جلا ملاقاتونه وكړل. د برونائي دارالسلام ن هائي كمشنر عبدالصمد بن پېنګيران حاجي ميتاسان، د الجزائر سفير ابراهيم روماني، د يونان ﴿هيلينګ ريپبلك﴾ مواتس، د موريطانيه محمدو الباه او د البانيه نامزد سفير كسټريوټ روبو په يوه دستوره كښې صدر ډاكټر عارف علوي ته خپل اسناد وړاندې كړل. صدر نويو سفيرانو ته مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې دوي به په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي. صدر ووئيل پاكستان ټولو دوستانو هېوادونو سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دوست هېوادونو سره معاشي، تجارتي او كلتوري مرسته زياتول غواړي. صدر ووئيل پاكستان د كاروبار او سرمايه كارې د يو زړه راكښونكي منزل په توګه رامخې ته كېږي، غېر ملكي تجاران دې د هېواد د سرمايه كار دوست كاروباري نظام څخه استفاده وكړي، پاكستان د هېواد په كاروباري ماحول كښې بهترې لپاره بېلا بېل ډول اصلاحات كړي. صدر په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو ذكر كولو سره ووئيل نړيواله ټولنه دې هند ذمه وار وګرځوي او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دې د شخړې هوارولو له مرسته وكړي. صدر مملكت غېر ملكي سفيران د افغانستان د سنګين انساني صورتحال څخه هم خبر كړل او وې وئيل نړيواله ټولنه دې د افغانستان اولس د انساني تباهې څخه ساتلو لپاره د دوي مرسته وكړي.
پاكستان د كاروبار او سرمايه كارۍ د يو زړه راكښونكي منزل په توګه رامخې ته كېږي، غېر ملكي تجاران دې د هېواد د سرمايه كار دوسته كاروباري نظام څخه استفاده وكړي. د صدر ډاكټر عارف علوي د برونائي، الجزائر، موريطانيه او البانيه سفيرانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل