لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنې دوره لاهور ته ورسېدو. د ګل په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم سره به د پنجاب ګورنر او وزيراعلٰی پشمول مهم سياسي او انتظامي مشران ملاقات كوي. وزيراعظم ته به په صوبه كښې د روانو پرمختيائي پروژو په اړه بريفنګ هم وركولې شي. وزيراعظم به په پنجاب كښې د نوي پاكستان صحت كارډ پروګرام اجرا كوي. د صحت كارډ په نتيجه كښې به هره يوه كورنۍ تر 10 لكه روپو د علاج وړيا اسانيې ولري. وزيراعظم به په دې موقع دستورې ته وېنا هم كوي.
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن