اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د ازبك صدر شوكت مرزايوف د زيارت په ورځ پاكستان ته په راتګ په وزيراعظم هاؤس كښې په زړه پورې دستوره وشوه۔وزيراعظم عمران خان وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د ګران مېلمه هركلے وكړو۔په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي ترانې وغږولې شوې۔دغسې ازبك صدر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو او ازبك صدر د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔د دې نه پس وزيراعظم عمران خان ګران مېلمه سره د وفاقي كابينې غړي معرفي كړل او ازبك صدر مرزيوف وزيراعظم سره د خپل پلاوي غړي معرفي كړل٬ازبك صدر په وزيراعظم هاؤس كښې يو بوټے هم نال كړو او بيا د دواړو مشرانو ترمينځه يو په يو ملاقات وشو۔په دې موقع په سيمه ايزو او نړيوالو چارو بحث وش٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د تفاهم لس لوظ نامې هم د لاس ليك كېدو هيله ده۔د ازبك صدر لخوا د پاكستان دوره ډېره مهمه ده۔پاكستان د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره خپلو اړيكو ته پراختيا وركول غواړي۔د شوكت مرزايوف اوسنۍ دوره هم د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔د دې څخه وړاندې چې كله د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راورسېد نو وزيراعظم عمران خان په هوائي اډه د ګران مېلمه تود هركلے وكړو۔په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ازبك صدر ته ماشومانو د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې او هغه ته د توپو سلامي هم وكړې شوه۔ دغسې ازبك صدر به د خپلې دورې په مهال صدر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقاتونه كوي۔پاكستان او ازبكستان په خپلو كښې تاريخي اړيكې لري۔
د ازبك صدر شوكت مرزايوف په راتګ په وزيراعظم هاؤس كښې دستوره
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔