اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجې?? طاهر وئيلي دي چې د قومي سلامتيا او د معاشي پرمختګ د سودا كوم سوال هم نه پېدا كېږي٬ وزيراعظم محمد نواز شريف تل قومي سلامتيا او يووالې په نظر كښې ساتلو سره د پاكستان په ګټه پرېكړې كړې دي۔ د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې كاله په كال 1998م كښې هند د اټومي چاودنو كولو نه پس پاكستان ته دړكې وركولې او بلخوا نړۍ ??ه پاكستان د اټومي چاودنه نه كولو ف??ار اچولو او د بندېزونو خبرې كېدې نو هغه وخت هم محمد نواز شريف د پاكستان د دفاع قوي كولو پرېكړه كړې وه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د كلبهوشن ياديو په معامله كښ?? به پرېكړه د پاكستان قومي سلامتيا په نظر كښې ساتلو سره شوې او د بې ګناه پاكستانيانو وېنې سره لوبې كوونكي د كلبهوشن ياديو پشان جاسوسان به كله هم نه شي بخښلې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د كال 2017م د دسمبر تر مياشت به د هېواد څخه لوډشډنګ په مكمل توګه ختم شي او مسلم ليګ ﴿ن﴾ به پنځه كاله موده پوره كولو سره د پاكستان اولس په معاشي توګه قوي او خود كفيل پاكستان ته وسپاري۔
د قومي سلامتيا او د معاشي پرمختګ د سودا كوم سوال هم نه پېدا كېږي٬ وزيراعظم محمد نواز شريف تل قومي سلامتيا او يووالې په نظر كښې ساتلو سره د پاكستان په ګټه پرېكړې كړې دي۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس محمد طاهر بيان
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2