لاهور15 نومبر(اے پی پی ) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټوزرداری د نهې په ورځ د ارواښاد جهانګیر بدر كور ته لاړ۔ ??ه دې مهال آصفه بھټو زرداری او د سندھ د اطلاعاتو سلاحكار مولا بخش چانډیو هم ده سره وو۔ بلاول بھټو زرداری د ارواښد جهانكیر بدر كورنۍ سره لاس نيوه ??كړ?? او د ارواښد لوړو درجو له ئې دعا ا??كړ??۔ بلاول بھټو زرداری د جهانګیر بدر کورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل د ګوند لپاره به د ارواښاد خذمات تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل ارواښاد د ذوالفقار علی بھټو شهید او زما مور بینظیر بھټو شهیدې سره په ګډه جمهوریت او ګوند له هلې ځلې كړي۔ ده ارواښاد ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغه د مرګ سره پيدا شوې خلاء به چرې هم پوره نه شي۔ دې نه پس د ارواښاد جهانګیر بد?? د ??ور نه بهر ميډيا سره خپلو خبرو كښې مولا بخش چانډیو ووئيل د ګوند ټول غړي د جهانګیر بدر په جدا كېدو غمژن دي ٬ مونږ د پی ټی آئی د كومې ډرامې او احتجاج كښې د هغوي برخه نه يو جوړې شوې دا خبره د پوهې څخه بهر ده چې پی ټی آئی اسلام آباد كښې یوم تشکر په څه خبره لمانځ??ې۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداری د خپل نيكه شهيد پھ لاره روان دے۔ ده ووئيل پی پی پی عوام دوست او هيواد سره مينه لرونكې ګوند دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب مولا بخش چانډیو ووئيل كوم وخت كښې چې پی ټی آئی لاريون كولو او دھرنې ئې وركولې هغه وخت ځينې كسانو وئيل پی پی پی چرته ده خو مونږ د كومې ډرامې يا احتجاج برخه نه يو جوړ شوي، رائیونډ ته د تللو خبرې كيدې او داسې به وئيل كېدل چې د رائیونډ به ګهيراؤ كولې شي نو تر نن هېڅ هم ونه شو او د اسلام آباد ډرامه هم بنده شوه ۔ په لائن آف کنټرول د هندي ډزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب مولا بخش چانډیو ووئيل پاکستان تل د هند سره د ملګرتيا لاس وړاندې كړې خو هند د لائن آف کنټرول خلاف ورزی کولو سره زمونږ ځوانان شهيدان كړي ، هند چرې هم پاکستان له د ملګرتيا لاس نه دې وركړې۔(ص ف/وا/ګ ل/1702)
د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټوزرداری‘آصفه بھټو او مولا بخش چانډیو د ارواښاد جهانګیر بدر كور ته لاړل
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس