اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي د حكومت په ضد د بې باورۍ په تحريك به اپوزېشن ماتې سره مخ كېږي ځكه چې دې مقصد لپاره هغوي شمېره پوره نه لري ۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل متحده قومي موومنټ(اېم كيو اېم)سره خبرې اترې په مثبت ډول روانې دي او هيله ده چې اېم كيو اېم به د اعتماد په معامله د حكومت ملګرتيا وكړي۔ده ووئيل حكومت خپلو ټولو سياسي اتحادي ګوندونو سره په بشپړه توګه په تماس كښې دے او هغوي به په پارليمان كښې د عدم اعتماد تحريك په اړه د حكومت ملګرتيا وكړي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان پيپلز پارټۍ او د اېم كيو اېم ترمينځه زيات اختلافات موجود دي او د دواړو سياسي ګوندونو بيانيه مختلفه ده۔ده ووئيل اپوزېشن ګوندونه نه يوازې قام ته دهوكه وركوي بلكې د خپلې ذاتي ګټې لپاره يو بل ته هم دهوكه وركوي۔
د بې باورۍ په تحريك كښې به اپوزېشن ماتې خوري۔ د اسد عمر نجي ټي وي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس