اسلام آباد 04 جنوري(اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي چې د وزیراعظم محمد نوازشریف په مقابله كښې ماتي سره مخ شويو ته به مريم نواز هم ماتې وركړي٬ كال هم نوې او عدالتي بېنچ هم نوې ٬ خو د عمران خان دروغ پخواني دي٬ بايد عمران خان ??ښت??ي ثبوتونه وړاندې كړي٬ قام ته دې قصۍ نه اوروي۔ د شورو په ورځ د سترې محمكې په وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل تحریك انصاف اوس د وزیراعظم محمد نوازشریف په ځائ مریم نواز په نښه كړې٬ د وزیراعظم محمد نوازشریف خو هېڅ ثابت نه شول ٬ د وزیراعظم محمد نوازشریف نامه په پانامه پېپرز كښې ن??ته ۔ ده ووئيل تحريك انصاف د نواز نامې څخه وېرېږي۔ ده عمران خان مخاطب كولو سره ووئيل چې ??ښت??نې ثبوتونه دې وړاندې كړي قام ته دې قيصې مه اوروي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په يو قاضي نه د سترې محكمه په ټولو قاضيانو باور لري٬ بنچ چې كوم هم وي مونږ به د عدالت پرېكړه منو او د قاضيانو به هم عزت كوٶ ٬ دا تاثر وركول او دې لپاره ميډيا كارول سم عمل نه دے۔ ده ووئيل مونږ مقابلے له راغلي يو ٬ د پاكستان اولس ټول تورونه رد كولو سره محمد نوازشریف په درېم ځل وزیراع??م جوړ كړې او مېنډېټ ئې وركړې٬ ده ووئيل د تحريك انصاف ويره به ??ښت??ا شي او په كال 2018 كښې به يو ځل بيا محمد نواز شریف وزیراع??م جوړ شي
د وزیراعظم محمد نوازشریف په مقابله كښې ماتي سره مخ شويو ته به مريم نواز هم ماتې وركړي
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔