استنبول ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د ګني اولس مشر ایلفا کونډے ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په لا م??تحكم كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دواړو لارښودو ترمينځھ دا ملاقات د 9م ډي اېټ مشرانو غونډې په مهال د تركيه تاريخي ښار استنبول كښې وشو۔ دواړو لارښودو ددفاع ٬ كركيلې ٬ زده كړې ٬ رېلوے ٬ بېنكنګ او د تعميراتو په څانګه كښې د شريكې مرستې په لا زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل افريقا لپاره د پاكستان وژن مضبوطې نزدې اړيكې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او دفاعي مرستې د لارې زياتول دي۔ وزيراعظم د ګني اولس مشر ته پاكستان كښې د ټېكسټائل ة لېدر ٬ د انفراسټركچر پرمختګ ٬ انفارمېشن ټېكنالوجۍ او اېس اېم ايز تجربې څخه د ګټې پورته كولو پېشكش وكړو?? ده ووئيل د كركيلې په څانګه كښې د پاكستان تجربه او د څیړنې اسانۍ ګني سره د كركيلې وسائلو په غو??ه توګه كارولو كښې بشپړه مرسته كولې شي۔ دواړو لارښودو ډي اېټ ته پراختيا وركولو له د تركيه اولس مشر د وړاندېز توثيق وكړو۔ د ترهګرۍ په نړيوالو چېلنجونو خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان قامي عزم سره ددې عفريت په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ د ګني اولس مشر ووئيل ترهګري يو شريك دښمن دے او بايد ددې پ?? صحيح ډول مقابله وكړې شي?? ده پاكستان سره په هره څانګه كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا م??تحكم كولو له د خپلې خوښۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د ګني دروازې پاكستاني سرمايه كارو لپاره پرانستې دي?? ده وزيراعظم ته د ګني زر تر زره دورې كولو بلنه وركړه۔ وزيراعظم بلنه قبلولو سره د ګني اولس مشر ته هم د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔
وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د ګني اولس مشر اېلفا كونډے ملاقات د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكم كولو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II