اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پي اېم ډي اے تور قانون او ډيجيل مېډيا ونګ ختم كړے شوے٬د اظهار آزادي باوري كولو لپاره به په پيكا 2016 نظرثاني كولې شي٬ په رائيټ آف انفارمېشن ايكټ نافذ كولو او د جرنلسټس سيفټي اينډ پروټېكشن ايكټ به زر تر زره عمل درآمد وكړے شي٬اتحادي ګوندونه به په ګډه د ټولو مسئلو حل لټوي٬د بې روزګارۍ او غريبۍ ختمولو لپاره به تګلاره جوړولې شي٬د مېډيا په حقله ټولې مسئلې به په ګډه حل كولې شي٬پخواني حكومت د رائے اظهار په آزادۍ بندېز لګولے ٬په اوسني دور كښې به داسې نه كېږي٬په تېر دور كښې خبريالان په نخښه كړے شوي٬د ټي وي پروګرامز هم بند كړے شوي٬مېډيا د حكومت احتساب عمل كښې مهم كردار ترسره كوي٬ دې ووئېل مېډيا دې تنقيد ضرور وكړي خو بايد دا تنقيد د اصلاح لپاره وي٬د انتقام په سياست باور نه لرو او نه كوم بې ګناه به زندان ته اچولې شي ٬ دې ووئېل د انتقام اغستو سياست كومه حربه به نه استعمالېږي خو قانون به خپله لاره ضرور جوړوي٬د حكومت ناكامۍ په مېډيا نشي اچولې كېدې۔ دې ووئېل د اطلاعات وزارت په مهمه ذمه وارۍ راكولو د خپل ګوند مننه كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته په وېنا كښې وكړه۔مريم اورنګزېب ووئيل د پي آئي ډي په پليټ فارم زما څلور كاله پس د مېډيا سره ملاقات كېږي٬دې ووئيل زما ګوند چې په ما د كوم باور څرګندونه كړې او د اطلاعات وزارت كومه مهمه ذمه واري يې ماته سپارلې په دې د خپل ګوند مننه كوم۔دې ووئيل حكومتي رياستي پالېسۍ كښې د اطلاعات وزارت مهم كردار لري٬ د تېرو څلورو كلونو په مهال په مېډيا بندېز لګولے شوے٬مېډيا انډسټري كښې ډېر كارمندان د نوكرو څخه ويستلې شو٬ په سينئر خبريالانو ابصار عالم٬متيع الله جان٬حامد مير او په اسد طورو ډزې شوي٬د ځينو خبريالانو په ټي وي چينلو پروګرامونه بند كړی شوي٬ مريم اورنګزېب ووئېل زه د هغه ټولو خبريالانو سره د يو والي څرګندونه كوم۔دې ووئيل د اطلاعات وزارت به د خبريالانو د حقونو تحفظ كوي٬وفاقي وزيرې ووئيل په ټولنه كښې د رائے اظهار آزادي به بحال وي٬دې سره حكومت وده مومي ۔مېډيا د حكومتونو د احتساب عمل ممكن كوي٬دې سره د حكومت كاركردګي ښه كېږي٬دې ووئيل په پخواني دور كښې د پي اېم ډي اے تور قانون راوړولو هڅه شوې وه٬مونږ هغه ختم كړو۔دې ووئيل مونږ د هغې قانون په ضد احتجاج هم كړے ٬دې ووئيل په پاكستان كښې د رائے اظهار آزادي د ټولو بنيادي حق دے٬جوائنټ ايكشن كمېټۍ سره په ګډه به د مېډيا په اړه مسئلې حل كوو٬خو په فيك نيوز به هم د سټيك هولډرز سره خبره كوو۔دې ووئيل په تېر دور كښې د پيكا قانون راوړلو هڅه شوې وه كومه چې مونږ مسترد كړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل مونږ په پيكا قانون 2016 د ټول سټيك هولډزر سره په ګډه د نظرثانۍ پريكړه كړې۔دې ووئيل په دې قانون كښې ښه والي لپاره به د ټولو سره خبره كوم۔د اطلاعات وزيرې ووئيل اوس يو نوې دور پیل شوے بايد په دې كښې انتشهار٬تورونه او سپكې تورې بندې كړې شي٬د دړكو سياست نه چلېږي۔دې ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه ټولنه د دې صورتحال څخه ويستل وي او دا زمونږ فرض دي٬دې ووئيل كوم بې ګناه به په زندان نه اچولې كېږي ٬كومو كسانو چې د پاكستان اولس د بنيادي ضروريات څخه محروم كړے او اختيارات ئې ناسمه كارولې او د هغوي لپاره به قانون پخپله لاره جوړوي۔مريم اورنګزېب ووئيل كله چې وزيراعظم نواز شريف ؤ هغه وخت د پانامه ليكس په حقله ټاك شوز شوې وو ٬پيمرا كوم يو كس ته نوټس نه ؤ جاري كړي ٬لس كاله شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی ؤ ٬په مېډيا كوم بندېز نه ؤ لګولے شوے٬ مريم اورنګزېب ووئيل هغه تنقيد كوم چې زمونږ لارښوونې لپاره وي مونږ به د مېډيا په لارښودنه د اولس ښېګړې لپاره كار كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل په سوشل مېډيا د ادارو په ضد په كمپائن كاروائي پیل شوې۔د روبوټك ټوېټس د لارې د قامي ادارو په ضد كمپائن چلولې كېږي٬د ادارو او سينئر خبريالانو په ضد په سوشل مېډيا به كمپائن ونه زغملے شي۔دې ووئيل وزيراعظم آئي جي ته سپارښتنه كړې چې خبريالانو ته هر ممكن تحفظ وركړي٬د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل اولس دا ويني چې په پنجاب كښې آئيني چوكۍ په څه په سياسي توګه استعمالېږي٬د پنجاب ګورنر حوصله نه لري چې د حمزه شهباز څخه سوګند واخلي۔د پنجاب ګورنر په آئيني ډول اخوا كړے شوے٬مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان صدر دا خېر كړې هغه د تحريك انصاف صدر نه بلكې د پاكستان صدر دے۔كه هغه د خپل حلف پاسداري نشي كولې نو استعفٰی دې وركړي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب دې ووئيل ټاكنې د پاكستاني اولس جمهوري حق دے٬د 2018 په ټاكنو كښې چې څه شوي د هغې نتيجه د پاكستان اولس اوس هم برداشت كوي۔دې ووئيل هغه وخت حكومت كښې چې كوم اتحادي ګوندونه شامل وو٬د هېواد لپاره هغوي د قدر وړ خذمات لرل٬د پاكستان اولس څلور كاله په تكليف كښې تېر كړي٬مونږ هڅه كوو چې اولس له رېليف وركړو۔د اطلاعات وزيرې ووئيل څلور كاله ناكامه پاتې كېدونكو عمر له دروغ وئېلي٬نن هغوي د سازش خبره ځكه كوي چې اولس د هغوي څخه د يو كروړ نوكرو او 50 لكه كورونو پوښتنه ونه كړي۔دې ووئيل د پاكستان اولس به پوښتنه هم كوي او هغوي له به ځواب هم وركول وي
د پي اېم ډي اے تور قانون او ډيجيل مېډيا ونګ ختم٬د رائے اظهار آزادي باوري كولو لپاره به په پيكا 2016 نظرثاني كولې شي٬ په رائيټ آف انفارمېشن ايكټ نافذ كولو او په جرنلسټس سيفټي اينډ پروټېكشن ايكټ به زر عمل درآمد وكړے شي۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر