اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهيل محمود د او آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې په كامياب اختتام د او آئي سي مشنز مشرانو مننه كړې او وئېلې يې دي د جمو كشمير په شخړه د او آئي سي اصولي دريځ د كشميري اولس حق خود ارادايت په هڅو كښې د تسكين او طاقت باعث دے۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكرټري د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې تعينات د او آئي سي مشنز مشرانو سره ملاقات كړے او په 22 ۔23 مارچ 2022 اسلام آباد كښې د ا و آئي سي خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې په كامياب اختتام ئې د هغوي مننه كړې ۔خارجه سېكرټري په 48مه غونډه كښې د اعلٰی كچ ګډون باوري كولو كښې د او آئي سي سفيرانو كردار وستائېلو۔خارجه سېكرټري ووئيل د جمو كشمير په شخړه د او آئي سي اصولي دريځ د كشميري اولس حق خود ارادايت په هڅو كښې د تسكين او طاقت باعث دے
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔