اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پيمرا د ټي وي چينلز د موادو د څارنې او د ګيلو لرې كولو لپاره موثر مېكنزم لري ٬مارننګ شوز د كوډ آف كنډكټ له مخې مانيټر كولې شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړي صلاح الدين ايوبي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ووئيل په پيمرا كښې د كوډ آف كنډكټ بېلا بېلې څانګې موجود دي٬د عام اولس ګيلو لپاره ټول فري نمبر هم وركړے شوے۔هغې ووئيل د پيمرا د مانيټرنګ نظام ډېر موثر دے٬د پيمرا په ريجنل هېډكوارټرز كښې هم مېكنزم موجود دے كه چرته د كوډ آف كنډكټ خلاف ورزي شوې وي نو د اسمبلۍ غړي دې خبر راكړي٬ هغې ووئېل په ذاتي توګه به دا معامله اوګورم۔د شازه ثوبيه د ضمني پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل مارننګ شوز د كوډ آف كنډكټ له مخې مانيټر كېږي۔
مضمون کا ماخذ : رومن دولت