اسلام آباد 25جون(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان د اصولي موقف پخلې كولو سره وئېلي دي پاكستان به امريكې ته د افغانستان په ضد د خپلې اډې كارولو اجازه كله هم ورنه كړي٬مونږ د پیل نه د افغانستان مسئله د مذاكراتو د لارې حل كولو مرستياله يو٬نړيواله ورورولي دې په هند كښې په بليك ماركيټ كښې د يورينيم غېر قانوني خرڅ په سنجيدګۍ سره نوټس واخلي٬تابكار ماده غلطو لاسونو ته تللو سره انساني زيان او د ملګرو سلامتيا خطرې سره مخ كېدې شي۔د نړيوالې مېډيا لخوا مهمه پیښه نظرانداز كول د افسوس وړ ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د نېشنل سېكورټي وركشاپ كورس غېر ملكي ګډون كوونكو سره خبرو كښې كړی۔په نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې په كورس كښې شاملو د 12 هېوادونو پوځي افسرانو صدر مملكت سره ملاقات وكړو۔په دې موقع د وېنا كولو په مهال صدر مملكت د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان كاميابۍ رامخې ته كړی او وې وئېل د پاكستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو ترهه ګرۍ ته ماتې وركړې ۔پاكستان د ترهه ګرۍ په جنګ كښې د 70 زره ځانونو او 150 بلين ډالره معاشي زيان په صورت لوئې قيمت ادا كړے۔د افغانستان په اړه صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د امن او استحكام ودې لپاره سنجيده هڅې كوي ځكه چې په افغانستان كښې به د امن او استحكام نه پس تر ټولو زياته ګټه پاكستان ته ورسي۔ده ووئيل په افغانستان كښې د اوږدې شخړې څخه پاكستان زيات ځپلے شوے ٬په افغانستان كښې د جنګ له امله د پاكستان معيشت او امنيت زيات ځپلے شوے۔صدر ووئيل مونږ د پیل نه د افغان مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كولو پلويان يو٬جنګ د شخړې حل نه دے ځكه چې دې سره انساني تكليف زياتېږي۔صدر ډاكټر عارف علوي ګډون كوونكو ته د پاكستان كاميابو په اړه ووئيل وزيراعظم عمران خان د كورونا وبا په مهال د بشپړه لاك ډاؤن نه كولو همدردانه او ښه پريكړه كړې ٬په دې سخت وخت كښې د احساس پروګرام له مخې 1.5 كروړ څخه زياتو كورنيو له د غربت څخه بچ كولو لپاره په بېړني توګه كيش مرسته وركړی شوې ۔ده ووئيل پاكستان د كورونا وبا په ضد د علماﺀ كرام٬مېډيا او ټول قام په مرسته كاميابي ترلاسه كړې۔ده ووئيل پاكستان په سم پلو روان دے او د سيمه ايز تجارت او معاشي انضمام ودې لپاره كار كوي۔په دې موقع د ګډون كوونكو د پوښتنو ځواب وركولو سره صدر مملكت ووئيل پاكستان به د خپل ورور هېواد افغانستان په ضد امريكې ته د اډې كارولو اجازه كله هم ورنه كړي۔ده د پاكستان ملګرو هېوادنو په خاص توګه د منطقې هېوادونو سره اقتصادي٬سياسي او كلتوري اړيكو ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔ګډون كوونكو د پاكستان د كوربتوب ستائنه وكړه او د حكومت سماجي او اقتصادي كاميابۍ په خاص توګه د كورونا وبا مخ نيوي كاميابه تګلاره ئې وستائېله
پاكستان به امريكې له د خپل ورور هېواد افغانستان په ضد د خپلې اډې كارولو اجازه كله هم ورنه كړي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د نېشنل سېكورټي وركشاپ د كورس غېر ملكي ګډون كوونكو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis