اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په هېواد كښې د انفارميشن ټيکنالوجي د حاضر وخت تقاضو سره سمولو لپاره د آئي ټي صنعت ته ترقي وركولو او د ځوانانو تربيت يافته جوړولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د آئي په څانګه كښې د پرمختګ بلها امكانات شته ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د هواوے مقابلو پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره كښې د آئۍ ټي وفاقي سېكرټري ډاکټر سهېل راجپوت، د هواوے نائب صدر مډل ايسټ ريجن وانګ شان لي او د آئي ټي سره ټرون لرونكو پوهانو ګډون وكړو۔ صدر ووئيل مونږ له په هېواد كښې د ټېكنالوجۍ فرق لرې كول دي، پاکستان د انفارميشن ټيکنالوجۍ او سائبر سکيورټي پوهانو جوړولو ته اړتيا لري ۔ ده ووئيل د انټرنېټ او اېميزون د لارې د كور نه كاروبار كېدے شي۔ ده ووئيل هېواد كښې د آئي په څانګه كښې د پرمختګ بلها امكانات شته ، پاکستان د غلي انقلاب سفر كوي٬ خواهش لرم چې ځوانانو لپاره موقعې راپېدا كړې شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان ډيجيټل ټرانسفارميشن پلو روان دے٬ لېنډ ريکارډ کمپيوټرائزډ كوٶ دغسې چې د كرپشن خاتمه وكړې شي۔ صدر مملکت په دستوره كښې خپل ګډون د اعزاز وړ ګرځولو سره ووئيل د پاكستان ډلې په هواوے مقابلو كښې وړومبے او دوېم پوزيشن ترلاسه كړے په دې ورته زه مباركي وركوم۔ په دې صدر مملکت په دستوره كښې د پاكستان كاميابې ډلې له د هواوے لخوا د 20 زره ډالرو چېك هم وركړو
هېواد كښې د آئي ټي په څانګه كښې د پرمختګ بلها امكانات شته ٬ خواهش لرم چې ځوانانو لپاره موقعې راپېدا كړې شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي په ايوان صدر كښې د هواوے مقابلو د پائې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ