اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وز??را??ظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې حکومت د خپلو وګړو د حقونو د تحفظ عزم لري٬ حكومت به په هېواد كښې د ټولټاكنو تر تابيا آئيني ??مه وارۍ ترسره كوي۔ د جمعې په ورځ د وز??را??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وز??را??ظم سره پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې رينا کيونکا د جمعې په ورځ ليدلي٬په دې موقع وز??را??ظم د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې لړ كښې په دې ورستيو كښې د شوي پېشرفت ستائنه وكړه۔ ده د اروپا منډيو كښې د پاكستان برآمدات په زياتولو كښې د جي اېس پي پلس سکيم په اهم كردار او د دې سكيم د جاري ساتلو په ضرورت زور رواړو كوم چې د پاکستان او اروپائي ائتلاف دواړو په مفاد كښې دے۔ وز??را??ظم ووئيل زمونږ حكومت د خپلو وګړو د ټولو حقونو د تحفظ عزم لري۔ د اروپائي ائتلاف سفيرې ووئيل چې اروپا به د پاكستان د حكومت ملاتړ جاري ساتي او د شريكې خوښې په څانګو كښې به مرسته زياتولو لپاره كار كوي۔
لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ سره په پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے