اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) امنيتي ځواكونو دته خيل كښې د استخبارتي بيسډ او كليئرنس اپرېشن په مهال 9 ترهه ګر وژلي او د ترهه ګرو څخه چاودېدونكي توكي په لوي مقدار ترلاسه كړي دي ۔د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو په شمالي وزيرستان كښې د مارچ 8مې نېټې څخه روان كليئرنس عملياتو په مهال نور 3 ترهه ګر وژلي۔ امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه كښې استخبارتي بنياد اپرېشن د تېرې ورځې څخه روان دے٬ د مارچ په 8مه نېټه 6 ترهه ګر وژلې شوي وو۔د كليئرنس اپرېشن په مهال د وژلے شوو ترهه ګرو څخه وسله او چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي ۔د آئي اېس پي آر له مخې د سيمې ځايې خلقو د امنيتي ځواكونو كاروائي ستائېلې او د سيمې څخه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره ئې د مرستې څرګندونه كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر