اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د حبيب بنك لمېټډ چيئرمېن او د آغا خان فنډ فار اكنامك ډوېلپمنټ ډائرېكټر سلطان علي الانه د شورو په ورځ ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د دفاع وزير خواجه محمد آصف هم موجود و۔وزيراعظم آغا خان ته په پاكستان كښې د سېلاب مخ نيوي هڅو لپاره د زړه نه په مرسته پېرزوئنې وړاندې كړې او د هغوي مننه يې وكړه۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو پشمول د هېواد په معاشي صوريحال او پرمختګ په څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم په پاكستان كښې د حبيب بنك لمېټډ او آغا خان ډوېلپمنټ نېټ ورك د نورو ادارو كردار وستائېلو۔دا خبره د ذكر وړ ده چې څو ورځې وړاندې پرنس رحيم آغا خان وزيراعظم سره په ټېليفون رابطه كښې د سېلاب ځپليو لپاره د 10 ملين ډالر عطيه اعلان كړې وه
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II