اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي ساحلي سېلګرۍ او بليو اکانومي ته ودې وركولو لپاره د پاكستان ساحل٬ جزيرې٬ او د سمندر په غاړه پرتو سيمو ته د نړيوال معيار تر مخه د ترقۍ وركولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د فېري سروس د لارې سمندري تګ راګ څخه به د سمندر په غاړه د پرتو سيمو اوسېدونكو ته د سفر مناسب او ارزانه اسانۍ په لاس ورشي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان بوټ رېلي اېنډ فشنګ ټورنمنټ سي اي او احمد معمور امېمي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ صدر سره ملاقات كولو ۔ په دې موقع د بېن الصوبائي رابطو سېكرټري احمد حنيف اورکزئۍ، د مېري ټائم افيئرز وزارت ، د پاکستان سپورټس بورډ او د پاکستان ټورازم ډويلپمنټ کارپوريشن نمائندګان هم موجود وو۔ صدر ووئيل فېري سروس څخه به د پاكستان سامان تر نورو برخو د وړلو راوړلو يوه وسيله ترلاسه شي، فېري سروس سره به د بندرځايونو او د سېلګرۍ د ځايونو ترقۍ نه علاوه سېلګرۍ ته هم وده ترلاسه شي٬ د پاكستان ساحلي پټۍ ته د دې د صلاحيتونو له مخې ترقي وركول پكار ده، د ساحلي سيمو پرمختګ سره به دغلته معاشي هلې ځلې وده وكړي او ځائي آبادۍ ته به روزګار ترلاسه شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د سمندر په غاړه پرتو سيمو ترقۍ سره به د پاكستان ځانګړې جيو اكنامك چاپېرچل رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي٬ صدر د سمندري سفر ودې لپاره د ضروري انفراسټركچر جوړولو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل د سمندري سفر ودې لپاره ټولو شراكتدارو سره په مشاورت سازګار ماحول راپېدا كولو ته اړتيا ده٬ اړوندې ادارې دې يو بل سره په نزدې همكارۍ كار وكړي۔ ده ووئيل رسمي او د قانوني سمندري سفر کاميابۍ له ټولو اړوندو څانګو له خپل كردار لوبول غواړي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان د نړيوالو سمندري لوبو تابيا كولو سره ډېر آمدن ګټلے شي، د بوټ ريلي کاميابۍ لپاره دې ټول شراكتدار په ګډه كار وكړي۔ صدر مملکت ته په دې موقع پاکستان كښې د سمندري سېلګرۍ امكانات په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ دغسې صدر مملکت ته په پاکستان كښې د بليو ټورازم امکانات او د پاکستان مثبت تشخص زياتولو كښې د پاکستان بوټ ريلي او فشنګ ټورنمنټ كردار په اړه هم ووئيل شول۔ د يادونې وړ ده تېر كال پاکستان بوټ ريلي د کراچۍ نه تر ګوادر 9 كشتو په 5 ورځو او څلورو شپو كښې 650 كلوميټر سفر كړے ؤ كومې ته چې د ” نړۍ تر ټولو اوږدې بوټ ريلي” نامه وركړې شوې ٬ پاکستان كښې د بوټ ريلي يو نړيوال ون يونټ كېدونكے دے چې پكښې به د خوا اوشا هېوادونو ماڼګيان هم ګډون كوي
ساحلي سېلګرۍ او بليو اکانومي ته ودې وركولو لپاره د پاكستان ساحل٬ جزيرې او د سمندر په غاړه پرتو سيمو ته د نړيوال معيار تر مخه پرمختګ وركولو ته اړتيا ده۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن