اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ډويلپمنټ فنډ له مخئ د منصوبو په اړه په سمدستي پېشرفت د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلې دي د دې منصوبو په اړه غېر ضروري تاخير شوے چې په سبب ئې مونږ ته ډېر زيان رارسېدلے، سعودي عرب د پاکستان د مالي ستونزو حل٬ ګرانټ ، قرض وركولو او د سرمايه كارۍ د لارې عمل له مهم كردار لوبولے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخئ د وزيراعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښئ د سعودي ډويلپمنټ فنډ د زير التوا منصوبو په اړه د جاج اغستو غونډه شوې چې پكښې د سعودي ډويلپمنټ فنډ پلاوي كوم چې دا مهال د پاكستان په دوره دے ګډون كړے۔ په غونډه كښې ووئيل شول د وزيراعظم په امر د سعودي ډويلپمنټ فنډ د زير التوا منصوبو په اړه په 48 ساعتو كښې ټول خنډان لرې كړې شوي او په دې لړ كښې اړوند چارواكو ټولې ضروري كاروائۍ هم ترسره كړي٫ وزيراعظم په دې لړ كښې په پېشرفت د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره د كابينې اړوندو غړو او چارواكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او وې وئيل مونږ له په دې ولوله او نېك نيتۍ سره كار كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل په ماضي كښې مونږ د سعودي ډويلپمنټ فنډ منصوبو په اړه غېر ضروري تاخير كړے چې ورسره مونږ ته ډېر زيان رسېدلے خو اوس مونږ له هم په دې رفتار سره مخ په وړاندې تلل دي څنګه چې په تېرو دوو ورځو كښې د كابينې اړوندو غړو او چارواكو ډلې كار كړے۔ غونډې ته د سعودي ډويلپمنټ فنډ منصوبو په تازه پيشرفت تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د سعودي ډويلپمنټ فنډ له مخې مومند پراجېكټ جاګران-IV پراجيکټ ، شونټر هائيډرو پاور پراجيکټ او د ګريويټي فلو واټر مانسهره پراجېكټ پحلقه ټولې ضروري كاروائۍ ترسره كړې شوي او په دې لړ كښې په لوظنامه به ډېر زر لاسليك وشي٬ د دې نه علاوه غونډې ته ووېيل شول نيلم جهلم هائيډرو پاور پلانټ او د ګولن ګول هائيډرو پاور پراجيکټ په اړه هم ټول خنډان لرې كرې شوي٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په آزاد جمو و کشمير كښې په نيلم وېلي روډ يو سېكشن او دو ټنلز جوړولو لپاره پي سي ون جوړ كړې شوي ٬ د دې نه علاوه مالاکنډ ريجن كښې د انفراسټرکچر جوړول او د حيا سرۍ روغتون ته ضروري سامان او فرنيچر وركولو منصوبې پحقله هم ټولې مسئلې حل كړې شوي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول آزاد جمو و کشمير او په ايبټ آباد كښې په زلزله ځپلو سيمو كښې د بحالۍ پحقله د سعودي ډويلپمنټ فنډ، ايرا، فېډرل بورډ آف ريونيو او اکاؤنټنټ جنرل آفس ترمېنځه ټولې چارې ترسره شوي او په ترلائي اسلام آباد كښې د شاه سلمان روغتون جوړولو پحقله په تندۍ سره پېشرفت روان دے۔ وزيراعظم د سعودي پلاوي ته په پاكستان كښې د نمر توان په څانګه كښې د سرمايه كارۍ او ديامر بهاشا بند كښې د فنډنګ كولو ترغيب وركړو او پلاوي په دې كښې د خپلې خوښۍ څرګندونه وكړه ۔ د يادونې وړ ده په 17م اكتوبر كال 2022 د سعودي ډويلپمنټ فنډ پلاوي سره په ملاقات كښې وزيراعظم د سعودي ډويلپمنټ فنډ په منصوبو كښې په تاخير سخت نوټس اخستو سره اړوندو چارواكو ته امر كړے ؤ چې په دې لړ كښې ټولې ضروري كاروائئ د پلاوي په پاكستان كښې د موجودګۍ په مهال ترسره كولو سره يو تفصيلي رپورټ وړاندې كړئ۔ غونډې ته خپلو خبرو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ډويلپمنټ فنډ له مخئ د منصوبو په اړه په سمدستي توګه په پېشرفت د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل د دې منصوبو په اړه غېر ضروري تاخير شوے چې په سبب ئې مونږ ته ډېر زيان رارسېدلے، سعودي عرب د پاکستان د مالي ستونزو حل٬ ګرانټ ، قرض وركولو او د سرمايه كارۍ د لارې عمل له مهم كردار لوبولے دے۔ ده په دې لړ كښې د خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود او د وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په خاص توګه مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د سعودي عرب خوشحالۍ او امنيت د پاکستان خوشحالي او امنيت دے او مونږ به په هر ډول د سعودي عرب مرسته جاري ساتو۔ د سعودي پلاوي مشري د سعودي ډويلپمنټ فنډ ډائريکټر جنرل اسياء ډاکټر سعود اے ايشمري كوله۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران اسحاق ډار، سردار اياز صادق، احسن اقبال، چوهدري سالک حسېن ، د وزيراعظم سلاحكار احد چيمه، خاص مرستيالو طارق فاطمي او جهانزېب خان، په پاکستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالکي او اړوند چارواكو ګډون وكړٶ۔ د غونډې نه پس د سعودي ډويلپمنټ فنډ پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ هم وركرې شوه
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د سعودي ډويلپمنټ فنډ د ځنډېدونكو منصوبو پحقله د جاج اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری