اسلام آباد ۔ 7 دسمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجہ سعد رفیق وئيلي دي آسيائي پرمختيائي بانك به د پاكستان رېلوے د تېرو درې كلونو كاركردګۍ ته كتلو سره د 2.5 ارب ډالر سرمایه كاري كوي۔ د پاکستان رېلوے ریونیو 18 ارب څخه زياتېدو سره تر 30 جون 2016ء 36 ارب ته رسېدلې۔ د روان كال په مهال دا تر 40 ارب رسول دي۔ دا خب??ه ده د شورؤ په ورځ ”رېلوے ورکشاپ فار دی فارمېشن آف پاکستان رېلوېز سټرټیجک پلان” كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ ده په دې مهال رېلوے كښې په خوښي لرلو د آسيائي پرمختيائي بانك مننه وكړه۔ ده ووئيل يو وخت هغه ؤ چې څوك د رېلوے د لارې سفر كولو ته تيار نه وو ولې اوس د رېلوے د لارې د سفر كوؤنكو شمېره 15 ملين ته رسېدلې۔ خواجه سعد رفيق ووئيل سياست ادارې تباه كوي ځكه مونږ هڅه كوؤ چې رېلوے سياست څخه لرې وساتلې ش??۔ ده ووئيل په رېلوے سټېشنونو كښې زياتوالې كېږي۔ ده ووئيل د نن رېلوے د وخت پابندي كولو په لړ كښې هم د وړ??ندې نه ډېره ښه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د سي پېك منصوبې ترمخه به د اعلی معيار رېلوے ټرېك جوړؤ۔ده ووئيل مونږ غواړو رېلوے داسې جوړه كړو چې د پاكستان معيشت مستحكم كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل دا ډول وركشاپونه د ادارو مستحكم كولو له ډېر ??روري دي۔ده ووئيل د درګۍ – چارسده روټ په اړه هم د خېبر پختونخوا اعلی وزير پروېز خټك سره خب??ه شوې۔ هغه هم دې كښې خوښي ښكاره كړې۔ وروستو ميډيا سره خب??و كښې ده ووئيل د بلاول خب??ې سر پښې نه لري۔ دوه درې ورځې كښې به ده ته د خپل حېثيت اندازه وشي۔ ده ووئيل مونږ د تحريك انصاف د فضول خب??و ځواب نه لرو۔
آسيائي پرمختيائي بانك به پاكستان رېلوے كښې د 2.5 ارب ډالر سرمایه کاری کوي
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر