اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرنسز يو ځائې كولو په اړه د پخواني وزيراعظم نواز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف ، ?? هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عدالت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په ورځ په دواړو خواستونو محفوظ كړې پرېكړه اورولو سره د احتساب عدالت جج محمد بشير حكم وكړو چې په درېو واړو رېفرن??ز كښې جلا جلا فرد جرم په ځائې ساتلې شوې۔ فاضل جج پخوانې وزيراعظم روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ولګولو۔ محمد نواز شریف د جرم د صحت څخه انكار كولو سره چارج شيټ لاس ليك كړو۔ روسټرم كښې پخواني وزيراعظم وو??يل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرا??يل حق له مينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په بدنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښې د څ??ورو رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه مياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريماركس وركولو سره وو??يل د څ??ورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښې كولې شي۔ دغسې عدالت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔
احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرنسز يوځائې كولو په اړه د نواز شريف درخواستونه رد كړل
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ