اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د هند لخوا د اګست په 5مه نېټه كال 2019م كښې په رياست كښې د آبادياتي بدلونونو راوستلو ناوړه عزائمو سره د جمو كشمير لانجمنې سيمې د قانوني حېثيت بدلولو هڅې ټوله سيمه د نړۍ په لويې انساني زندان كښې بدله كړې چرته چې ټول بنيادي حقوق سلب كړی شوي دي او د وګړو ژوند سخت كړې شوې۔د هند پارليمان تش د نوم قرارداد د لارې د هندي آئين آرټيكل 370 او 35A له مخې سيمې ته وركړې شوې خاص حېثيت او خپلواكي منسوخ كړې شوه۔د آرټيكلز قصدا ً غېر قانوني تنسيخ د سيمې ځايې خلكو لپاره پرېشانۍ زياتې كړې۔د هند حكومت د بې ګناه وګړو په ضد جارحانه اقدامات پېل كړل او دوي نه يوازې د ژوند د بنيادي آسانيو څخه محروم كړې شول بلكې دوي د قابض ځواكونو دلاسه سخت ظلم٬بربريت چې پكښې اوږده كرفيو٬ماورائے عدالت قتل٬عصمت دري٬ګرفتارۍ٬بدسلوكي او د حراست په مهال تشدد شامل دې٬مخ كړې شول۔په آئيني لحاظ د غېر منصفانه سلوك نه علاوه ځواكونو ځايې بغاوت ختمولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې وكړې او دې لپاره د نړۍ په لوړ ملټري زون كښې مواصلاتي لائنونه قطع كړی شول٬تګ راتګ محدود كولو سره معلوماتو ته د رسنې څخه انكار وكړې شو۔د سياسي مشرتابه يا خو ماورئے عدالت قلت وكړې شو يا په جعلي مقدمو كښې ګرفتار كړی شول٬د كشمير مسئلې ماهر او د رفاه انټرنېشنل پوهنتون اسلام آباد اسسټنټ پروفيسر اويس بن وصي په كشمير د اوسني دستاويزي علمي تحقيق حواله وركولو سره اے پي پي ته ووئيل چې دا زمكي حقائق دي چې په مقبوضه كشمير كښې د قابض ځواكونو په لويه پېمانه موجودګۍ دا سيمه په لويې ملټري زون كښې بدله كړې چرته چې په لويه پېمانه د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي۔ده ووئيل چې د آرټيكلز منسوخي د هندي آئين٬د ملګرو ملتونو د قراردادونو٬د جنيوا كنونشن٬د كشمير اولس د خوښې او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده۔ده ووئيل چې د هند آئين وائي چې آرټيكل 370 په يو اړخيزه توګه نشي منسوخ كېدې۔ده ووئيل چې بايد نړيوالې ادارې د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه او ملګري ملتونه د مقبوضه كشمير د خپلواكۍ حېثيت بحالۍ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔كشميريانو د كال 1947 نه پس تر ټولو زيات تكليفونه زغملي او اوس هم د قابض ځواكونو د لاسه د ظلم قوانينو او جبر سره مخ دي۔په سيمه كښې د انسانانو لخوا پیدا كړی شوي بحران د زرګونو په شمېر د خلكو ژوند په جهنم بدل كړې۔په اسلام آباد كښې مېشته خبريالې او د تعليم ماهرې صوفيه صديق اے پي پي ته ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د لس لكونو نه د زياتو ځواكونو په ځاې كېدل دا حقيقت څرګندوي چې مقبوضه كشمير د سيمې اوسېدونكو لپاره تر ټولو لويې انساني زندان جوړ شوې۔هغې ووئيل چې د سختې كرفيو او د شټر ډاؤن هړتالونو په وجه د خلكو د ژوند معمولات او كاروبار تباه شوي۔سږ كال د اګست په پنځمه نېټه په مقبوضه كشمير كښې د هند د يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو په درې كاله ترسره كېدو د استحصال ورځ لمانحلې كېږي۔د تېرو دريو كلونو په مهال د نريندر مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حكومت په كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوې رېكارډونه جوړ كړې دي۔اويس بن وصي ووئيل چې د هندي حكومت لخوا په لانجمنه سيمه نړيوالو لوظ نامو سره په دهوكه او خلاف ورزۍ بايد نړيوالې ټولنې حساس پاتې شي۔ده ووئيل چې بايد پاكستان د كشمير د خپلواكۍ حېثيت او د اولس د حقونو بحالۍ لپاره د كشمير په سمئله خپله فعاله حكمت عملي خپله كړي۔
مقبوضه كشمير:د نړۍ تر ټولو لويې انساني زندان
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ