يوكوهاما 04 مئي ﴿اے پي پي﴾ د خزانې وفاقي و??ير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان ته د اسيائي پرمختيائي بانك څخه د 2.5 اربه ډالرو د انفراسټركچر فنانسنګ ترلاسه كېدو توقع ده٬ دې سره به تر كال 2019م د اووه فيصده لوړه شرح نمو په ترلاسه كولو كښې مرسته وشي٬ پاكستان اسيائي پرمختيائي بانك سره اقتصادي پرمختګ لپاره د فنانسنګ د اوږدې مودې پروژې لري۔ د اسيائي پرمختيائي بانك د ګورنرانو د بورډ په 50مه غونډه كښې د ګډون په ??ړ كښې د جاپان دورې په ??هال اے پي پي سره په ??وه مركه كښې د خزانې و??ير سناتور اسحاق ډار ووئيل چې ده د اسيائي پرمختيائي بانك صدر تاكي هيكو نكاؤ سره ملاقات كړے او د بانك څخه ئې د انفراسټركچر فنانسنګ له مخې د 2.5 اربه ډالرو بېلولو د جاج اخستو خواست كړے۔ ده دا ملاقات ډېر ګټور وګرځولو۔ وفاقي و??ير ووئيل چې اسيائي پرمختيائي بانك پاكستان لپاره د وړاندې نه كلن فنډ 2 اربه ډالرو ته د رسولو اصولي من??وري وركړې۔ په دې لړ كښې تېر كال په ??رېنكفرټ كښې د غونډې په ??هال بانك ته خواست شوے و۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې بانك تل پاكستان سره مرسته كړې۔ تېر كال بانك انفراسټركچر پروژې لپاره د 1.2 اربه ډالرو مرسته كړې۔د دې نه علاوه نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ لپاره د 1.2 اربه ډالرو باور هم وركړې شوې چې پكښې بانك 20 كروړه ډالر جاري كړي دي۔ وفاقي و??ير د دوه اړخيزه ملاقاتونو ذكر هم وكړو۔ وفاقي و??ير 20 كاله پخوانې د اېشين كرائسز په اړه په ??وه غونډه كښې ګډون هم وكړو۔
پاكستان ته د اسيائي پرمختيائي بانك څخه د 2.5 اربه ډالرو د انفراسټركچر فنانسنګ ترلاسه كېدو توقع ده
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی