اسلام آباد۔6مارچ (اے پی پی) قومي اسمبلۍ په وزيراعظم عمران خان د اعتماد د قرارداد منظوري وركړې ده۔ په مجموعي توګه د پاكستان تحريك انصاف او اتحادي ګوندونو 178 غړو په وزيراعظم عمران خان د اعتماد څرګندونه وكړه۔ د آئین د آرټیکل 91 ذېلی شق 7 غوښتنې ترسره كولو سره د قومي اسمبلۍ غونډه رابللې شوې وه۔ وزیراعظم عمران خان په كال 2018ء كښې د وزيراعظم په حېث خپل منصب سنبھال كړے وو۔ هغه مهال د قومي اسمبلۍ 176 غړو د اعتماد ووټ وركړے وو۔ د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې وشوه۔ د غونډې په پېل كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان د اسلامي جمهوريه پاكستان دستور آرټیکل 91 شق (7) غوښتنو له مخې د اسلامي جمهوريه پاكستان په وزيراعظم عمران خان د اعتماد څرګندونه كوي۔ سپیکر ایوان كښې د ووټنګ تګلاره ښودلو سره ووئيل د ووټنګ عمل پېل كېدو نه وړاندې به تر 5 دقيقو ټلۍ غږولې شي۔ ټولې داخلي دروازې به بندولې شي۔ د ووټنګ عمل ترسره كېدو پورې به نه څوك بهر تلې شي او نه دننه راتلې شي۔ د غړو نامې به اخستلې شي او هر يو غړے به د هغه ښي اړخ ته لابي ته تللو سره خپل ووټ رجسټرډ كوي۔ دې نه وروستو سپيكر د اعتماد ووټ عمل پېل كړو او په ايوان كښې تر 5 دقيقو ټلۍ وغوږولې شوې۔ 5 دقيقې وروسته سپيكر د ټولو داخلي دروازو بندولو امر وكړو۔ سپیکر د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا قرارداد ايوان ته وړاندې كړو۔ ټولو غړو خپل خپل ډېسك ډبولو سره دې ته هركلے اووے۔ په دې مهال د اپوزيشن لخوا يو غړے محسن داوړ ايوان كښې موجود و۔ سپيكر ووئيل كوم غړي چې د اعتماد ووټ وركول غواړي نو هغوي دې ښي اړخ ته لابي ته تللو سره خپل ووټ رجسټرډ كړي۔ دې نه وروستو د قومي اسمبلۍ غړي يو بل پسې لابي ته تللو سره خپل ووټ رجسټرډ كړو۔ وزیراعظم عمران خان هم خپل ووټ رجسټرډ كړو۔ د ووټنګ عمل په بشپړ كېدو غړي ايوان ته بېرته راغلل۔ دې نه وروسته سپيكر د قرارداد په حق كښې د كارولې شويو ووټونو شمېره اعلان كړه۔ هغه ايوان ته ووئيل د وزيراعظم په حق كښې د اعتماد قرارداد منظور شوے دے۔ سپيكر ووئيل دې نه وړاندې د كال 2018ﺀ اګست مياشت كښې عمران خان 176 ووټونه اخستلو سره وزيراعظم ټاكلے شوے وو او اوس دوه نيم كاله پاس هغه 178 ووټونه ترلاسه كړل
قومي اسمبلۍ په وزيراعظم عمران خان د اعتماد قرارداد منظور كړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے