اسلام آباد 24 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ټول قوم ته په ټي ټونټي نړيوال كپ كښې د هندوستان په ماتې او د پاكستان په پياوړې بريا مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د پاكستان شاهين په ټي ټونټي كښې يو ځل بيا هندوستان ځان سره يوړو. د پاكستانې لوبډلې په بريا په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې بابر او رضوان ففټي جوړه كړه. د شاهين آفريدي 3، د حسن علي 2 او د رٶف يوې وكټې د ډيلي در او ديواله ولړځول. ده ووئيل چې هندوستان په كوم يو محاذ هم مقابلې ته راشي، ماتې سره به مخ كېږي. ده ووئيل چې ثابته شوې چې بريا د پاكستان نصيب او ماتې د هندوستان مقدر دے.
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل