اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د درېو قراردادونو په يوه خله منظوري وركړې ده ۔د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتور طلحه محمود قرارداد وړاندې كړو چې دا غونډه وړاعتندېز كوي چې حكومت دې په هېواد كښې د غريبۍ ختمولو لپاره ګامونه پورته كړي ۔حكومت د قرارداد مخالفت ونه كړو۔د سېنېټ چيئرمېن پھ قرارداد د ايوان څخه رائې ترلاسه كړې او دغسې سېنېټ قرارداد منظور كړو۔سناتور اعظم سواتي قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان ??فا??ش كوي چې حكومت دې پھ هېواد كښې د تجارت څانګې سره اړوندو هلو ځلو لپاره مېرمنو له خاص قانون سازي وكړي۔د تجارت وزير خرم دستګير ووئيل مونږ د دې قرارداد هركلے كوو۔مونږ غواړو چې پھ دې لړ كښې تجاويز راوړاندې شي دغسې چې وزارت د دې څخه استفاده وكړي٬حكومت وړاندې نه مېرمنو له بشپړه موقعې وركوي۔سناتور مير كبير احمد شاهي قرارداد وړاندې كړو چې دا ايوان ??فا??ش كوي چې په بېلو وزارتونو٬ډويژنو او وفاقي محكمو كښې د كار كوونكو كسانو تعلق چې بلوچستان سره دے٬د هغوي ډوميسائل سرټيفيكېټ تصديق لپاره دې د بلوچستان اړوندو ادارو ته ولېږلې شي٬د حكومت لخوا د قرارداد مخالفت ونه كړی شو او دغسې سېنېټ په اتفا دا قرارداد منظور كړو ۔
سېنېټ د درېو قراردادونو په يوه خله منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ