اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) د پاكستان درې واړو وسله والو ځواكونو د پاكستان 78 مې ورځې په موقع د دفاعي صلاحيت په زړه پورې څرګندونه كولو سره پرېډ وكړو په كوم كښې چې په اولني ځل د عرب امارات (یو اے ای ) ډلې ٬ د اردن ملټري بېنډ ٬ پېرا شوټرز او د تركيه هوائي ځواك ډلې د خپل خپل هېواد نمائندګي وكړه كومه چې دې هېوادونو سره د ژورې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے۔ د پرېډ اع??ازی مشر اع??ازي مېلما د سري لنكا اولس مشر متھری پالا سری سینا او د مصر مفتی اع??م په خاص توګه ګډون وكړو۔ ایئر چیف مارشل مجاھد انور فلائی پاسټ وكړو او
د اېس اېس جی کمانډنګ آفیسر مېجر جنرل طاهر مسعود بھټه د فری فال جمپنګ مشري وكړه۔ ٬ د
پاک فضائیه جے اېف 17تھنډر٬ اېف 16 او شېر دل فارمېشن په افق ښكلې رنګونه خپرولو سره د خوندور فضائي كرتب څرګندونه وكړه۔ د جمعې په ورځ د 78 مې پاكستاني ورځې په موقع د وفاقی پلازمينې په پرېډ ګراؤنډ كښې په زړه پورې پرېډ دستوره وشوه۔ اولس مشر دې دستوره كښې خاص مېلمه او د سر لنكا اولس مشر متھری پالا سری سینا اع??ازی مېلمه وو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چیئرمېن جنرال زبېر محمود حیات ، د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ،پاک هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور ، د پاک سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی ، د دفاع وزیر انجینئر خرم دستګیر خان ، پارلماني غړو ‘غیر ملکی استازو ‘ سفیرانو ‘هائی کمشنرانو ٬ د ابلاغ نمائندګانو او د پاكستان فنكارانو سره سره عامو وګړو لوئې شمېر كښې دستوره كښې ګډون وكړو۔ اولس مشر ممنون حسېن ته دستورې ته په راتګ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی، د سری لنکا اولس مشر متھری پالا سری سینا او د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ هركلې ووې۔ دې څخه وروستو قامي سرود وغږولې شو۔ اولس مشر پرېډ كمانډر بریګیډیئر عامر امین سره پرېډ كښې شامل د پنجاب رجمنټ ‘فرنټیئر رجمنټ ‘نادرن لائټ انفینټری ‘پاک بحریه ‘پاک فضائیه ‘مجاهد فورس ‘فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ ‘پاکستان رېنجرز ‘ پاکستان پولیس ‘ټرائری سروسز لیډیز ‘ آرمډ فورسز لیډز آفیسرز ‘ بوائز سکاؤټس ‘ ګرلز ګائیډ او د ټرائی سروسز خاص ګروپ ډلو معائنه وكړه۔ دې څخه وروستو د پاک فضائیه او پاک بحریه الوتكو فلائي پاسټ وشو۔ د فضائی مارچ پاسټ مشري ایئر چیف مارشل مجاهد انور وكړه۔ د پاک فضائیې او بحریې الوتكو د سلامۍ سټېج مخې ته تېرېدو سره اولس م??ر ته سلامي وركړه۔ پرېډ كښې پنجاب رجمنټ ‘فرنټیئر رجمنټ ‘نادرن لائټ انفینټری ‘پاک بحریه ‘پاک فضائیه ‘مجاهد فورس ‘فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ ‘پاکستان رېنجرز ‘ پاکستان پولیس ‘ټرائر ی سروسز لیډیز ‘ آرمډ فورسز لیډز آفیسرز ‘ بوائز سکاؤټس ‘ ګرلز ګائیډ او د ټرائی سروسز سپیشل ګروپ ډلو د غوره پرېډه مظاهره وكړه۔ دستوره كښې د پاكستان د نوي نصر ميزائل سسټم٬ بابر کروز میزائل سسټم، شاهی?? I، شاهین II،شاهین IIIمیزائل سسټم، بې پائيلوټه الوتكې شهپر او براق په شمول د دفاعي سامان هم مظاهره وكړې شوه۔ د پرېډ د دستورې يو?? ښكلې مظاهره د پاكستان آرمي سپېشل سروسز ګروپ او د پاک بحریه او پاك فضائي کمانډوز د 10 زره فټ بره څخه د فری فال مظاهرہ وه۔ د درې واړو وسله والو ځواكونو پېرا شوټرز د مېجر جنرال طاهر مسعود بھټه په مشرۍ كښې يو بل پسې د سلامۍ ځائې مخې ته راكوز شول۔ اولس مشر يو په يو دوئي سره جوړ تازه وكړل۔ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان په شمول د څلورو واړو صوبو او د سائنس او ټېكنالوجي وزارت خصوصي فلوټس هم اولس م??ر ته سلامي وړاندې كړه۔ د پاک سمندري ځواك هوور کرافټ او د پاکستان رېنجرز پنجاب په اوښانو ناست ډلو هم اولس م??ر ته سلامي وړاندې كړه۔ د دستورې په پايه كښې كوچنياني قامي نغمې وړاندې كړې
د درې واړو وسله والو ځواكونو د پاكستان 78 مې ورځې په موقع د دفاعي صلاحيت څرګندونې سره غوره پرېډ۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری