اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د سعودي عرب او د ايران د اړيكو بحالۍ خوشبينه ده، هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به وخت سره سره لا ښې شي، په نړيوالې منډۍ كښې د پټروليم او نورو څيزونو بيعه زياتېدو سره د پاکستان پشمول اسلامي هېوادونو ستونزو سره مخ دي، د سېلاب په صورتحال كښې په مرسته كولو د وروڼو هېوادونو مننه كوٶ، په فلسطين د قابض ځواكونو جارحيت لپاره مشتركه لائحې ته اړتيا ده۔ دا خبره ده د اسلامي هېوادونو سفيرانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړے۔ په دې موقع وفاقي وزيران او د اسلامي هېوادونو سفيران هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل روژه د خود احتسابۍ٬ همدردۍ او د خېر سګالۍ پېغام وركوي، د روژې په مباركه مياشت كښې د سعودي عرب او د ايران د اړيكو بحالۍ خوشبينه ده او پاكستان د خپلو روروڼو هېوادونو په قربت ډېر خوشحاله دے او توقع لري چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به وخت سره سره لا ښې شي۔ وزيراعظم په فلسطين كښې د قابض ځواكونو په جارحيت د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل چې د تېرو مياشتو په مهال په فلسطين د دغه ځواكونو د جارحيت په نتيجه كښې يو شمېر كسان شهيدان شوي٬ په دې وضعه كښې فلسطين سره د يوالي څرګندونه كوٶ۔ ده د فلسطين په صورتحال د مشترکه لائحه عمل جوړولو په ضرورت هم زور رواړو
د سعودي عرب او د ايران د اړيكو بحالۍ خوشبينه ده، هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به وخت سره سره لا ښې شي۔ محمد شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ