اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د وفاقي نظامت تعليم ( فيډرل ډائريكټوريټ آف ايجوكيشن) ترمخه د آئي سي ټي په 200 تعليمي ادارو كښې د بنيادي تعليمي سهوليات په وركولو د پيشرفت جاج واخستل شو۔ د جاج اخستلو په غونډه كښې د وزيراعظم د سي ډي اے مرستيال علي نواز اعوان ، ايډيشنل سيكرټري وزارت تعليم ، ډي جي ايجوكېشن او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ ايډيشنل سيكرټري ايجوكيشن غونډه خبر كړه چې پروجيكټ مينجمنټ يونټ په جوړولو كار روان دے كنسلټنټس بھرتي ته به تر جنوري 2022 آخر حتمي شكل وركړې شي۔ كنسلټنټ به كنټريكټر شاملولو لپاره په يوه مياشت كښې انجينئر تخمينه جوړوي۔ درې لوئ كنټريكټ كمپنۍ به په يو وخت كار پيل كوي دغسې چې د سكولونو د اپ ګريډيشن كار زر تر زره بشپړ شي۔ ده ووئيل چې دا كار به مئي نه تر جون 2022 پيل كړې شي۔ د سكولونو اپ ګريډيشن معيار باوري كولو له اسد عمر فيډرل ډائريكټوريټ آف ايجوكيشن ته اعليٰ سطح كنسلټنسي فرمونو خدمات ترلاسه كولو سپارښتنه وكړه.
د وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې غونډه ، د آئي سي ټي په 200 تعليمي ادارو كښې بنيادي تعليمي سهوليات په وركولو د شوې پيشرفت جاج واخستل شو
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa