واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د آئي ټي څانګې د پوهانو ډلې آل سټا?? ګروپ په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې ډله كښې انعام الحق خان٬ حشمت ملك٬ ??سن احمد٬ دلاور سيد٬ الرېحان جليل٬ سلمان اختر او ??نص??ر خان شامل و۔ ګروپ وزيراعظم سره په اكېډمك انسټيټيوشن٬ تحقيق و پرمختګ٬ د ټېكنالوجي په څانګه كښې د معياري ادارو په پرمختګ او د آئي ټي ټېكنيشنز او انجينئرانو او تربيې په اړه خبرې وكړې۔ وزيراعظم دوي ته ووئيل چې د آئي ټي پرمختګ د اوسني حكومت وړومبې ترجيح دے۔ ده ووئيل چې ځوانانو لپاره په دې څانګه كښې د روزګار بې شمېره موقعې موجود دي۔ دوي د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره د حكومتي ادارو لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا