اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پي پي) پي آئي اے كوېت لپاره پروازونه بېرته پېل كړي دي. د پي آئي اے وياند عبدالله خان لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې كوېت د پاكستان په الوتكو او پائيلوټانو بندېز لګولے و. د بندېز په وجه د قومي ائير لائن كوم پرواز كوېت ته نه شو تللې خو د كوېت ائير لائن پروازونه پاكستان ته راتلل. وياند ووئيل چې د پي آئي اے لخوا دا معامله وړومبې په سفارتي كچه پورته كړې شوه او د پاكستاني حكومت او سول اېوي اېشن په فشار پي آئي اے ته هم د كوېت آپرېشن اجازه ترلاسه شوه. د پي آئي اے سي اي او په دې اقدام د هوابازې وفاقي وزير ، د اېوي اېشن سېكرټري او نورو چارواكو خاص مننه كړې.
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil