اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز ترهه ګري او انتها خوښي نړيواله مسئله ګرځولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ خاتمې له د نړيوالې ورورولي نزدې مرستې ته اړتيا ده٬ ترهه ګري نړۍ لپاره تر ټولو لوے چېلنج دے٬ پاكستان هند سره ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارولو له چمتو دے٬ د فلسطین مسئلې هواري نه غېر مېنځني ختيز كښې امن ممكن نه دے ٬د سوئيلي چين سمندري شخړه اړوندو ډلو ترمېنځه نيغه په نېغه د خبرو د لارې حل كولو ته اړتيا ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د لاٶس پايه تخت ونټېني كښې د آسيان سيمه ايز فورم 23مې وزارتي غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سلاحكار ووئيل د ترهه ګرۍ په بنيادي سوبونو قابو موندلو ته اړتيا ده ٬ ترهه ګري او انتها خوښي نړيواله مسئله ده كومه چې مذهب ٬ قوميت ٬ تهذيب يا نسل سره هېڅ تعلق نه لري۔ ده ووئيل مونږ په ستونزو لرې كولو كښې ژوند تېروٶ٬ يو شمېر سياسي او امنيتي ستونز سره مخ يو او په دې قابو موندلو له د ګډې هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل امريكې٬ اروپا او تر اسياء خپرېدونكې د ترهه ګرۍ اوسنيو پېښو مونږ ته يادګېرنه كړې چې د ترهه ګرۍ خطر اوس هم شته او نوره خطري كېږي ۔ سرتاج عزیز ووئيل پاکستان د تېرې يوې لسيزې راهسې ترهه ګرۍ سره مخ دے چې پكښې مو په د زرګونو قېتمي ځانونو قربانۍ وركړې تر دې چې د سكول ماشومان ترې هم محفوظ نه دي پاتې۔ده ووئيل د تېرو درېو كالو راهسې مونږ په عزم او كاميابۍ سره د ترهه ګرۍ په ضد كمپائن پېل كړې ۔ده ووئيل پاکستان د آسیان غړيو هېوادونو سره د ترهه ګرۍ مخنيوي تجربې شېئر كولو له چمتو دے ۔ده ووئيل پاكستان خپلو ټولو ګاٶنډيانو سره د ملګرتيا اړيكي غواړي۔ سرتاج عزیز نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړې۔ سرتاج عزیز ووئيل افغانستان د تېرو څو لسيزو راهسې مسئلو سره مخ دے٬ افغان اولس جنګونه ليدلي او د سوله ايز ژوند او سلامتيا زيات حق لري ۔ده ووئيل پاکستان د درې مېليونه څخه د زياتو افغانانو كډوالو د تېرو 30 كالو راهسې كوربتوب كوي ۔ده ووئيل پاکستان به د امن، روغې جوړې عمل او د بيا روغونې لپاره د افغانستان مرسته روانه ساتي۔۔ده ووئيل مونږ يمن كښې د دواړو ډلو تر مېنځه د خبرو بهير هركلے كوٶ او هيله لرو چې دې سره به دا بحران ختم شي ۔ده ووئيل پاکستان د عراق سيمه ايزه سلامتيا او په خپلواكۍ باور لري ٬ مونږ د داعش په ضد جنګ كښې د عراق د حكومت د هلو ځلو ستائنه كوٶ۔ د فلسطین مسئلې پحقله خارجه سلاحكار ووئيل تر څو چې دا كشاله هواره نه وي مېنځني ختيز كښې امن نه شي راتللې
د ترهه ګرۍ خاتمې له د نړيوالې ورورولي نزدې مرستې ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن