اسلام آباد11اګست (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د افغانستان په 8 ولايتونو د طالبانو د قبضې نه پس د افغانستان او امريکې اولس له د موجوده واكمنو په وړاندې دا پوښتنه كول پكار ده چې ھغوي له وركړے شوي دوه زره اربه ډالره څه شول ٬ زمكې راښكل يا آسمان ته لاړل۔ د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د دومره پېسې خرڅ كولو باوجود افغان ملي اردو لكه د پاڼو ولې خپرېږي؟۔ ده ووئيل د افغانستان اولس په غربت كښې دل كېږي او د افغانستان سياستمدار او جرنېلان ارب پتيان دي٬ دا ټول بهر هېوادونو كښې د اربونو اثاثې لري٬ كرپشن څنګه د قامونو بېړه غرقوي٬ افغانستان د دغې مثال دے
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena