ماسكو 24 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان روس سره د تل پاتې دوه اړخيزه اړيكو لپاره لوظي دے٬مستحكم او امن لرونكې افغانستان لپاره به د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار روان ساتو٬د جمو او كشمير شخړې امن ناك حل ته اړتيا ده٬د روس او يوكرائن ترمينځه اوسنے صورتحال د افسوس وړ دے٬پاكستان د سفارتكارۍ د لارې د دې د حل اميد لري بايد شخړی د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كړې شي۔د وزيراعظم مېډيا آفس د اړخه جاري شوي پرېس رېليز له مخې د روس دورې په موقع د زيارت په ورځ په كريملن كښې وزيراعظم عمران خان او د روس صدر ولادي مير پيوټن ترمينځه ملاقات شوے ۔دواړو لارښودو په شريكو اړيكو ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔دواړو لارښودو ترمينځه د روانې مياشتې په مهال د ټېليفوني خبرو اترو ذكر كولو كښې وزيراعظم عمران خان په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې په سباؤن كښې به شريكو اړيكو كښې د مثبت پېشرفت تلسل روان ساتلے شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان سټريم ګاز پائپ لائن منصوبه اهميت لير او دا د دواړو هېوادونو ترمينځه فليګ شپ اقتصادي منصوبه ده۔ دغسې دواړو لارښودو د توان په اړه په نورو منصوبو كښې په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دغسې وزيراعظم د روس سره د پاكستان د تل پاتې او د ګڼ اړخيزه اړيكو لپاره د عزم پخلے وكړو۔په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د انساني بحران سمدستي حل كولو او د معاشي تباهۍ مخ نيوي په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل پاكستان به د نړۍ سره په ګډه د مستحكم او امن لرونكې افغانستان لپاره كار روان ساتي۔په دې لړ كښې ده د پاكستان او روس ترمينځه په بېلو سيمه ايزو ٬ نړيوالو چارو او د شنګهائي مرستې تنظيم او ائې سي پشمول په اوسنۍ روانه مرسته او د رابطو په حاجت زور راوړو۔ د سوئېلي آسيا صورتحال په اړه وزيراعظم عمران خان د هند په غېر قانوني قبضه كښې په جمو او كشمير كښې د بشري حقونو سنجيده صورتحال رامخې ته كولو سره ووئيل د جمو كشمير شخړې امن ناكه حل ته اړتيا ده۔وزيراعظم سيمه ايز امن او استحكام ته د زيان په حقله ووئيل سيمه ايز توازن په ځاې ساتلو لپاره دې مرستياله اقدامات وكړې شي۔وزيراعظم د روس او يوكرين په تازه صورتحال د افسوس څرګندونې سره ووئيل پاكستان هيله لري چې پوځي شخړه د سفارتكارۍ د لارې حل كېدې شي۔ده ووئيل شخړې د چا په ګټه نه دي او د شخړو په صورت كښې عمر له د پرمختلليو هېوادونو معاشي زيان كېږي۔ده ووئيل پاكستان غواړي چې شخړې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل شي۔په نړۍ كښې د اسلامو فوبيا او انتهاخوښۍ زياتو شوو رجحاناتو په حقله وزيراعظم زور راوړو چې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل په ټولنو كښې دننه او بهر امن او همغږۍ لپاره د مذهبونو ترمينځه همغږي او د ټولو مذهبونو احترام ته اړتيا ده۔وزيراعظم سره يو د اعلٰی كچ پلاوې د روس په دوه ورځنۍ دوره تللے۔دغسې وزيراعظم سره د كابينې غړي او اعلٰی چارواكي هم ملګري دي
پاكستان روس سره د تل پاتې دوه اړخيزه اړيكو لپاره لوظي دے٬مستحكم او امن لرونكې افغانستان لپاره به د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار روان ساتو۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج