اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د قامي صحت دوهمې وزيرې سائرہ افضل تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم محمد نوا?? شریف په مشرۍ كښې پاکستان د پولیو ختمولو يو اوږد مزل كړے، د پولیو خاتمه ك??ې د قدر وړ کامیابۍ ترلاسه شوې دي چې نړۍ ستائلې دي۔ خپل يو بيان ك??ې دې اړوند افسرانو ته سپارښتنه وكړه چې د پولیو مخنيوي پروګرام په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو له دې د نګرانی او د سخت احتساب نظا?? باوري كړي۔ د صحت وزيرې ووئيل د لوي څښتن په فضل حکومت په پېښو چیلنجونو همت، مړانې او سیاسی عزم سره مقابله كړي۔ وفاقی وزیرې د اطمینان څرګندونې سره ووئيل د پولیو کیسز كښې نه يوازې کمې رامخې ته شوې بلکې ماحولیاتی نمونه جاتو د تشخیص راپور كښې منفی رحجان هم زيات شوے۔ دوهمې وزیرې ووئيل د “پولیو ډلې تحفظ باورې كولو او تر ماشومانو رسنه ك??ې د پاك پوځ کردار د ستائنې وړ دے ا?? ټول قام په دې پاك پوځ ته سلام كوي “۔ دې ووئيل راپور شوي سيمو ك??ې د پولیو وائرس محدود ساتلو ته پام لرنه كوو۔ سائرہ افضل تارړ ووئيل زه به په ذاتی توګه صوبو ته ځم او صوبائی قیادت سره به ملاقاتونه كولو سره دغه سيمو ك??ې د پېښو مسئلو حل له كردار ترسره كوم۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پاکستان د پولیو ختمولو يو اوږد مزل كړے
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش