تاشقند 23 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د اسلام په ضد د منفي پروپېګنډا مخ نيوي لپاره د اسلامي هېوادونو ترمينځه د يو والي په ضرورت زور راوړے۔ د تاشقند پخوانې سبزار كښې د حضرت امام كمپلېكس دورې په موقع خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل چې هغه د هغو اسلامي هېوادنو ډېر لوي حامي دے كوم چې مسلمانان په غېر ضروري توګه د بدناموونكو حوصله شكني كوي۔ ده ووئيل چې اسلامي رياستونه يو والي سره پھ خپلو چېلنجونو قابو موندلې شي۔ ده د ازبك اولس مشر اسلام كريموف وژن وستائېلو كوم چې د خپل اولس لپاره پرمختګ او خوشحالي راوستلې۔ اولس مشر ممنون حسېن د حضرت امام كمپلېكس د بېلا بېلو برخو دوره هم وكړه په كومو كښې چې د بارك خان مدرسه٬ټله شېخ مسجد٬بزرګ ابوبكر كفال شاشي مزار او اسلامي انسټيټوټ آف امام بخاري پشمول ځينې زيارتونه شامل دي۔اولس مشر ممنون حسېن 8مه صدۍ كښې د تحرير شوي حضرت عثمان(رض)مشهور قرآن پاك هم مشاهد وكړه كوم چې په كمپلېكس كښې محفوظ كړی شوې۔ اولس مشر د امير تيمور ميوزيم هم دوره وكړه چرته چې د ازبكستان د زوړ تاريخ عكاسي كونكې د دريو زور نه زياتې فن پارۍ موجود دي۔ده د امير تيمور په ژوند او د چارو په تاريخ كښې دلچسپي وښودله چې پكښې د ده په لاس ليكلې شوې نسخے٬وسلې٬پخوانۍ جامې٬د ورځني استعمال څيزونه او سكې شاملې وې۔(م
د اسلام په ضد د منفي پروپېګنډا مخ نيوي لپاره د اسلامي هېوادونو ترمينځه د يو والي ضرورت دے
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria