دوشنبے 05 جولائي (اے پي پي) پاکستان او تاجکستان د كركيلې ٬ تعليم او كلتور په څانګو كښې د مرستې نوې لارې لټول او كاروباري او ا??لسي راوبطو ته د لا ودې وركولو په حاجت اتفاق كړې۔ د دې خبرې څرګندونه د وزیراعظم محمد نواز شریف او د ھغه د تاجك همڅنګ ترمېنځه د شورو په ورځ په سټېټ ګېسټ هاٶس كښې په ملاقات كښې وشوه۔ وزیراعظم نواز شریف و??ئيل چې دواړه هېوادونه ګڼ اړخيزه شراكت داري جوړولو لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې خپلو اړيكو ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل تجارت ته د ودې وركولو له ډېر صلاحيت لرو۔ هيله ده چې دواړه هېوادونه به د 500 مېليونه ډالرو خپل هدف ډېر زر ترلاسه كړي۔ دواړو مشرانو د شريك تجارت د بهترۍ ذكر كولو سره د كمزورو څانګو په ګوته كولو ا?? په دې لړ كښې د مسئلو لرې كولو لپاره د ضروري اقداماتو په پورته كولو زور رواړو۔ دوي د نوي روايتي او غېر روايتي تجارتي مصنوعاتو ا?? د خدماتو د ټاكنې په ضرورت ټېنګار وكړو ا?? په دې لړ كښې ئې د مشتركه وزارتي كمېسون د جامع ډهانچې جوړولو ا??ر وكړو۔ دواړخو د خپلو مصنوعاتو ودې له د نندارتونونو كولو په ضرورت هم اتفاق وكړو۔ تاجك وزیراعظم په اېس سی او كښې دپاكستان د ګډون هركلي كولو سره د دې هيلې څرګندونه وكړه چې دا به د ټولې منطقې امنيت لپاره ګټور وي ۔ دواړو لارښودو د دې باور څرګندونه وكړه چې تر كال 2018 د كاسا 1000 ترسره كېدل به د منطقې اولس لپاره ګټور وګرځي۔ وزیراعظم نواز شریف د تاجکستان برآمدات نورو هېوادونو ته رسولو لپاره د پاكستان د بندر ځايونو ا?? د مواصلاتي ډهانچې د وړاندېز پخلې وكړو۔ ده ووئيل ګوادر د مېنځنۍ اسياء نورو رياستونو ا?? د دې نه تر وړاندې سيمو د ګېټ وے حېثيت لري۔ دواړو لارښودو د پاکستان او تاجکستان تر مېنځه د پروازونو د بحالۍ ضرورت محسوس كړو دغسې چې اولسي او كاروباري روابطو ته وده ترلاسه شي۔۔
وزیراعظم محمد نواز شریف او د ھغه د تاجك همڅنګ ترمېنځه ملاقات
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا