اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي عمران نيازي اول په غير ملكي سازش د قام ګمراه كولو هڅه كړې ، اوس په نيب قوانين د خلقو ګمراه كولو هڅه كوي، عمران خان مافيا د يو څو هيرو په عوض د هېواد ګټه خرڅه كړې ، څلور كاله هغه د قانون او انصاف خلاف ورزي كړې ، ذاتي ګټې لپاره د خپل اختيارات ناجائز استعمالونكے بايد په زندان كښې واچولے شي۔ د نهې په ورځ د عمران خان په بيان خپل غبرګون كښې وفاقي وزيرې ووئيل بايد عمران صاحب او د نيب چيئرمېن په زندان كښې وې چا چې څلور كاله د قانون او انصاف خلاف ورزۍ كړي۔دې ووئيل د دوو بيرغه اېښودلو باوجود چې هغه څومره هم فرياد ژړا وكړي د هغه ټول كرپشن به په ډاګه كولې شي،اولس هغه مسترد كړے ،تيرو څلورو كلونو په مهال چې څومره هم كرپشن شوے هغه اولس ته ښكاره شوے۔دې ووئيل نيب، اېف آئي اے او د وزيراعظم كرسۍ استعمالولو باوجود هم عمران نيازي لګولي تورونه ثابت نه كړے شول، سركاري ريكارډ او د اختيار لرلو باوجود هغه د يوې روپۍ كرپشن ثابت نه كړو۔د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران خان څلور كاله د جعلي احتساب بيانيه چلولې كومه چې ناكامه شوې۔ دې ووئيل عمران خان د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ ته تللے ؤ هلته ئې هم څه ثابت نه كړل۔ وفاقي وزيرې ووئيل عمران صاحب ! بني ګاله كښې په دوو بيرغونو اېښودلو انقلاب نه راځي۔دې ووئيل څلور كاله اولس د ګرانۍ سره مخ كولو نه پس اول د غير ملكي سازش د لارې د قام ګمراه كولو هڅه شوې ، اوس په نيب قوانين د خلقو ګمراه كولو هڅه كوي۔دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف نن هم عدالتونو ته وړاندې كېږي۔ مريم اورنګزيب ووئيل نيب ترميم سره به په موجوده كيسز كوم فرق نه پريوځي ، شهباز شريف نن هم د بې بنسټه الزاماتو باوجود عدالتونو ته وړاندې كېږي۔
عمران نيازي په نيب قوانين د قام ګمراه كولو هڅه كوي، عمران خان څلور كاله د قانون او انصاف خلاف ورزي كړې ، ذاتي ګټې لپاره د اختيارات ناجائز استعمالونكے بايد زندان ته واچولے شي۔مرېم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث