اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان تحمل سره خپل ګېم پلان مخ په وړاندې بيائي٬ وزيراعظم داسې بلها كارډ لري كوم به چې وخت راتلو سره استعمالوي٬ داسې نشي كېدې چې ضميرونه دې واخستې شي او سندھ هاٶس دې نيلام ګهر جوړ كړې شي، د دغه چارو لاره هم نيول پكار ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپل کېرئير كښې ټول عمر مقابله كړې ده٬ د ھغوي نه ښه څوك مقابله نشي كولې٬ دا تربيه عمران خان د لوبو په مېدان كښې ترلاسه كړې ده، په دا سبب اپوزيشن ډپرېشن سره مخ شوې دې۔ ده ووئيل د كله نه چې دوي د عدم اعتماد تحريك جمع كړې دې عمران خان سره د اولس ملاتړ زيات شوې دي۔ ده ووئيل په 27م مارچ په اسلام آباد كښې د تاريخ تر ټولو لويه جلسه كېدونكې ده، ټولو ته به په نظر راشي چې وزيراعظم عمران خان څومره اولسي مرسته لري۔ وزير مملکت ووئيل د درې نيمو كالو راهسې اتحاديانو سره په ښه ډول چلېږو، اتحاديان به بيا لپاره هم مونږ سره وي ، سياسي استحکام وي يا يا معاشي استحکام دا هر څه تسلسل سره ممكن دي، يو كروړ 70 لكه ووټرانو پي ټي آئي له پنځو كالو لپاره مېنډېټ وركړے دے٬ ده ووئيل داسې نشي كېدې چې ضميرونه دې واخستې شي او سندھ هاٶس دې نيلام ګهر جوړ كړې شي، د دغه چارو لاره هم نيول پكار ده۔ ده ووئيل د درې نيمو كالو راهسې د اپوزيشن بنيادي مسئله هم اېن آر او وه، كه اپوزيشن سره نن كېښناتل وي نو د دې نه وړاندې به دوي سره ناست وو، كه اپوزيشن ته مو اېن آر او وركړې وې نو بېلك مېلنګ سره به مخ وو، اپوزيشن سره د هېواد بهترۍ لپاره خبره كېدې شي كه دوي وائي چې كېسونه دې ختم كړې شي نو داسې نشي كېدې
وزيراعظم عمران خان تحمل سره خپل ګېم پلان مخ په وړاندې بيائي٬ وزيراعظم داسې بلها كارډ لري كوم به چې وخت راتلو سره استعمالوي ۔ د وزير مملکت فرخ حبيب نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ